Friday, 19 July 2013

Malala Yousafzai UN speech (Pashto translation)

ملل متحد کې د ملاله یوسفزی وینا


بسم الله الرحمن الرحیم

د الله نوم سره شورو کوم چې ډیر لوی مهربانه او رحم کوونکی دی.
عزت من بان کي مون سیکرټری جنرل ملل متحد، محترم وک یرامچ، د عمومي اسمبلۍ مشر، عزت من ګورډن براون، د ملل متحد د نړیوالو زدکړو استازې، محترمو مشرانو، زما خوږو ورڼو او خویندو، السلام علیکم!

ما د پاره د لوی عزت مقام دی چې زه دومره وخت پس بیا خبرې کوم. دا زما د ژوند ډیره لوی شیبه ده چې زه دلته دومره عزتمنو خلکو سره یم. ما د پاره د لوی عزت خبره ده چې ما نن د بې نظیر بهټو شهیدې څادر اغوستې دې.

زه نه پوهیږم چې خپله وینا له کومه ځایه پیل کړم.  زه نه یم خبره چې خلک ما نه د څه ویلو هیله لري خو تر ټولو مخکی زه د خدای شکر اوباسم چې چا د پاره مونږ ټول برابر یو او زه د هر هغه شخص مننه هم کوم چې زما د زر ښه کیدو او نوي ژوند د پاره يې دعا کړې. زه بقین نه شم کولې چې خلکو ما سره دا څومره ډیره مینه ښودلی ده. ما ته د نړۍ هر ځای نه د ښه صحت او ژوند دعاګانو زرګونه کارډونه راغلي. زه د ټولو مننه کوم. زه مننه وایم هغه ماشومانو ته چې له معصومو ټکو يې ما ډاډ ترلاسه کړو. زه د خپلو مشرانو مننه کوم چې دعاګانو يې ما ته طاقت راوبخښلو. زه په پاکستان او برطانیه کې د هغو ډاکټرانو، نرسانو او هسپتال کارکوونکو مننه کوم او د متحده عرب اماراتو حکومت مننه کوم چې ماسره يې په ښه کیدو کې او خپل طاقت بحالولو کې مرسته وکړه.

زه د نړیوال تعلیم لومړۍ ګام Global Education First Initiative  په کمپائن کې د بان کي مون او د ملل متحد ځانګړی استازې ګورډن براؤن پوره پوره ملاتړ کوم. او کمپائن ته دومداره لارښونه ورکولو د پاره زه د دواړو مننه کوم. دوی مونږ ټولو ته د عملي ګامونو اخیستلو الهام راکوي.

خوږو وروڼو او خویندو، یوه خبره یاده ساتئ. د ملالې ورځ زما ورځ نه ده. نن ورځ د هرې هغې ښځې، هر هلک او هرې انجلې ورځ ده چې خپلو حقوقو د پاره يې غږ اوچت کړې دې. په سلګونو د بشر حقوقو فعالین او ټولنیز کارکوونکي شته چې نه صرف د بشر حقونو خبره کوي، بلکه هڅې کوي چې د تعلیم، امن او برابرۍ موخې ترلاسه کړي. ترهګرو زرګونه خلک وژلي دي، او په لکونو خلک يې ژوبل کړي دي. زه په هغو کې صرف یوه یم.

خو زه دا یم ولاړه یم ........ په ډیرو کې یوه انجلی
زه دلته د ځان د پاره خبره نه کوم، بلکه هغو د پاره چې غږ يې نه اوریدل کیږي.
هغو د پاره چې خپلو حقوقو د پاره يې مبارزه کړې ده.
په امن د ژوند کولو حق د پاره
عزتمن سلوک ترلاسه کولو حق د پاره
د ژوند فرصتونو کې د برابرۍ حق د پاره
د زدکړو کولو حق د پاره

خوږو ملګرو، د دوه زره دولسم کال اکتوبر په دولسمه، طالبانو زه د تندي
په کیڼ اړخ وویشتم. دوی زما ملګرې هم اویشتې. دوی ویل که مرمۍ به مونږ خاموشه کړي. خو دوی ناکامه شول. او هغه خاموشۍ نه زرګونه غږونه راوچت شول. ترهګرو فکر کولو چې دوی به زما مقصدونه بدل کړي او زما ارمانونه به شنډ کړي، خو زما ژوند کې هیڅ هم بدل نشول بغیر د دی نه چې: زما کمزوري، ویره او ناهیلي مړه شوه. زور، طاقت او جرأت راکې پیدا شول. زه هم هغه ملاله یم. زما ارمانونه هم هغه ده. زما امیدونه هم هغه دي. زما خوبونه هم هغه دي.
خوږو وروڼو او خویندو، زه د چا خلاف نه یم. زه دلته له طالبانو د انتقام اخیستو په مقصد نه یم راغلی، او نه چیرې بلې ترهګرې ډلې نه. زه دلته د هر ماشوم د تعلیم د حق غږ اوچتولو د پاره راغلی یم. زه د ټولو طالبانو زامنو او لوڼو د پاره تعلیم غواړم، او د ټولو ترهګرو او تندلارو د پاره.
زه خو د هغه طالب نه هم کرکه نه کوم چې زه يې ویشتلې یم. که زما په لاس کې ټوپک وي او هغه ما ته مخامخ ولاړ وي، زه به يې نه ولم. دا د رحم هغه جذبه ده چې ما محمد (ص)، د عفو و بخښنې پیغمبر، عیسی (ع) او ګوتم بودا نه زده کړې. دا د بدلون هغه میراث دې چې ما ته د مارټن لوتهر کنګ، نیلسن منډیلا او محمد علی جناح نه ترلاسه شوې. دا د عدم تشدد هغه فلسفه ده چې ما د ګاندي جي، باچا خان او مادر ټریسه نه زده کړې. دا هغه بخښنه ده چې ما د خپل پلار او خپلې مور نه زده کړې. زما روح ما ته هم دا وايي چې په امن ژوند کوه او هر چا سره مینه کوه.
زما خویندو او وروڼو، مونږ ته د رڼا ارزښت هله معلوم شي چې مونږ تیارهٔ ووینو. مونږ ته د خپل غږ ارزښت هغه وخت معلوم شي چې څوک مو په زوره چپ کړي. هم دغه شان، چې کله مونږ په سوات کې وو، د پاکستان شمال کې، مونږ ته د کتابونو اهمیت هغه وخت معلوم شو چې کله مو ټوپکې ولیدلې.
هغه د هوښیارانو متل چې 'قلم د تورې نه زیات زور لري' رښتیا دې. سخت ریځي د کتابونو او قلمونو نه پخوا یریدل او اوس هم تری یریږي. د زدکړی زور په دوی کې یره پیدا کوي. دوی د ښځو نه یریږي. د ښځو په غږ کې د زور نه دوی یریږي. او ځکه خو دوی لږه موده مخکې په کوټه کې ۱۴ معصومې زده کونکې ووژلې. او هم دغه وجه ده چې دوی په خیبر پښتونخوا او فاټا کې استاذانې او د پولیو کارکوونکې وژلي. او هم دغه وجه ده چې دوی هره ورځ سکولونه په بمونو الوزوي. ځکه چې دوی د بدلون نه پخوا یریدل او اوس هم یریږي، دوی د هغه برابرۍ نه یریږي چې مونږ به يې په ټولنه کې رابیایو. او ما ته یاد دي چې زمونږ په ښوونځي کې یو ماشوم و. هغه نه یو خبریال پوښتنه وکړه: طالبان د تعلیم مخالفت ولی کوي؟ هغه خپل کتاب ته په اشاره سره ډیر ساده ځواب ورکړو: طالب نه دی خبر چې دغه کتاب دننه څه لیکلي. دوی فکر کوي چې خدای وړوکی او رجعت پسنده دی او انجلې به دوزخ ته ځکه لیږې چې دوی سکول ته ځي. ترهګر د اسلام او د پښتنو ټولنې نوم د خپلو ذاتي ګټو د پاره کاروي. پاکستان یو سوله خوښوونکی جمهوري هیواد دی. پښتانه خپلو لوڼو زامنو د پاره تعلیم غواړي. او اسلام د امن، انسانیت او ورورولۍ دین دې. اسلام وايي چې تعلیم صرف د هر ماشوم حق نه دې، بلکه دا زمونږ یوه فریضه او ذمه واري ده.  
محترم سیکرټري جنرل، تعلیم د پاره امن ضروري دې. د نړۍ په ډیرو برخو کې، په خاصه افغانستان او پاکستان کې، ترهګري، جنګونه او جګړې ماشومان ښوونځیو ته نه پریږدي. مونږ له دغه جنګونو ډیر تنګ راغلي یو. د نړۍ په ډیرو ځایونو کې ښځې او ماشومان په ډیرو لارو تکلیفونه ګالي. په هند کې معصومه او بې وزله ماشومان په ماشومتوب کې کار کولو ته اړ دي. په نائجیریا کې ډیر سکولونه وران کړل شوي دي. لسیزو راهیسې د ترهګرۍ خنډونو د افغانستان د خلکو په ژوند اغیز کړې. وړې ماشومې د خلکو په کورونو کې کار کولو ته مجبوریږي او په کوچنیو عمرونو کې په زور واده کیږي. بې وزلي، جهالت، ناانصافي، توکمپالي او د بنسټیزو حقوقو نه محرومي هغه غټ مسایل دي چې دواړه سړي او ښځې ورسره مخامخ دي.
ګرانو ملګرو، نن زه د ښځو حقوقو او د جینکو تعلیم ته پام ورکوم ځکه چې هم دوئ تر ټولو زیات تکلیفونه ګالي. یو وخت و چې زنانه ټولنیزو فعاعلینو به سړو ته ویل چې د دوئ د حقوقو د پاره ودریږي، خو اوس به يې مونږ پخپله کوو. زه سړو ته دا نه وایم چې د ښځو د حقوقو د پاره غږ نه اوچتوي، خو زه ښځو ته پام ځکه کوم چې دوئ ازادې شي او پخپله ځان د پاره مبارزه وکړي.
ګرانو خویندو او وروڼو، اوس د غږ اوچتولو وخت دې. نو مونږ نن د نړۍ په مشرانو غږ کوو چې خپلې ستراتیجیکې پالیسۍ د امن او ترقۍ په حق کې بدلې کړي. مونږ د نړۍ په مشرانو غږ کوو چې په دغه ټولو موافقو کې د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وساتي. مونږ د پاره هغه موافقه د قبلولو وړ نه ده چې د ښځو حقوقو خلاف وي.  
مونږ د نړۍ پر ټولو دولتونو غږ کوو چې په ټولې دنیا کې هر ماشوم ته وړیا بنیادي تعلیم ورسوي. مونږ په ټولو حکومتونو غږ کوو چې د ترهګرۍ او تاؤتریخوالي خلاف مبارزه وکړي. ماشومان د ظلم او نقصان نه بچ کړي. مونږ په پرمختللو قومونو غږ کوو چې د نړۍ په پرمختلونکو هیوادونو کې د جینکو د پاره د تعلیمي فرصوتونو د غزیدا پوره ملاتړ وکړي. مونږ ټولو ټولنو باندی غږ کوو چې زغم خپل کړي، د نسل، عقیدی، فرقی، رنګ، مذهب یا ایجنډا په بنیاد تعصب رد کړي چې ښځو ته ازادي او برابري ترلاسه شي او پرمختګ وکړي. مونږ ټول تر هغې بریالي نشو کیدې چې تر څو مو نیم په نیمه خلک وروسته پاتې ساتل کیږي. مونږ خپلو ټولو خویندو باندې غږ کوو چې زړورې وسیږي، په زړه کې دننه زور ته هرکلې اوايي او خپل ټول استعدادونه پوره پوره وکاروي.
خوږو وروڼو او خویندو، مونږ د هر ماشوم ځلانده مستقبل د پاره ښوونځي او تعلیم غواړو. مونږ د امن او تعلیم منزل په لوري خپل سفر ته دوام ورکوو. مونږ څوک هم نشي ودرولې. مونږ به خپل حق د پاره خبره کوو او خپل غږ کې به بدلون راولو. مونږ د خپلو ټکو په زور او طاقت باندې یقین ساتو. چې مونږ ټول د تعلیم د پاره یو موټې شو، نو زمونږ ټکي نړۍ بدلولې شي. که مونږ خپل مقصد ته رسیدل غواړو، نو راځئ چې ځانونه د علم په وسله زورور کړو او په یووالي او اتفاق سره خپله دفاع وکړو.
خوږو وروڼو او خویندو، باید هیر نه کړو چې په لکونو کروړونو خلک د غربت، بې انصافۍ او جهالت د لاسه په کړاوونو کې ژوند کوي. باید چې هیر نه کړو په لکونو ماشومان سکولونو ته نه ځي. باید هیر نه کړو چې زمونږه خویندې او وروڼه د پرامنه او ځلانده مستقبل انتظار کوي.
نو راځئ چې بې سوادۍ، بې وزلۍ او ترهګرۍ خلاف یوه عظیم الشانه مبارزه پیل کړو. راځئ چې خپل کتابونه، قلمونه راواخلو ځکه چې هم دا تر ټولو زورورې وسلې دي. یو ماشوم، یو استاد، یو کتاب او یو قلم دنیا بدلولی شي. تعلیم د مسایلو د حل یواځینۍ لاره ده. تعلیم لومړۍ. مننه.
Post a Comment